ترجمه: سوره الزلزلة (زلزله) سُورَة الزلزلة
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا ١
كله چې ځمكه وخوزلى شي په خپلو سختو خوزولو سره (۱)
وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا ٢
او ځمكه خپل درانه بارونه بهر ته راوباسي (۲)
وَقَالَ الْإِنْسَانُ مَا لَهَا ٣
او انسان به ووايي چې په دې څه شوي دي (۳)
يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا ٤
په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي (۴)
بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَىٰ لَهَا ٥
په دې سبب چې ستا رب به دې ته وحي وكړي (۵)
يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ ٦
په دغې ورځ كې به خلق بېرته راګرځي، په داسې حال كې چې بېل بېل (او مختلف) به وي، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي (۶)
فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ ٧
نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (، نو) دى به هغه وویني (۷)
وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ ٨
او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني (۸)