سورة الناس (خلک)

سورة الناس د قرآنکریم ۱۱۴ مه سوره ده، چې ۶ آیتونه لري. دا دعا ده چې د هر ډول شر، زیان، او خطرونو څخه د الله پناه وغوښتل شي. لاندې د دې سورې آیتونه دي.

ترجمه: سوره الناس (خلک) سُورَة الناس

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ ١

(اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم (۱)

مَلِكِ النَّاسِ ٢

چې د خلقو بادشاه دى (۲)

إِلَٰهِ النَّاسِ ٣

د خلقو (حقیقي) معبود دى (۳)

مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ ٤

له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي (۴)

الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ ٥

هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي (۵)

مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ ٦

چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي (۶)