سورة العادیات (سوار)

سورة العادیات د قرآنکریم ۱۰۰ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۱۱ آیتونه لري. دا سوره د ځغاسته کوونکو آسونو په بېلګه د انسانانو هڅو او هدف ته رسیدو په اړه خبرې کوي او د انسان د اعمالو او د الله د قضاوت اهمیت څرګندوي.

ترجمه: سوره العاديات (منډې وهونکي) سُورَة العاديات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا ١

قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي (۱)

فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا ٢

پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي (۲)

فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا ٣

پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي (۳)

فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا ٤

نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي (۴)

فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا ٥

پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي (۵)

إِنَّ الْإِنْسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ ٦

چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى (۶)

وَإِنَّهُ عَلَىٰ ذَٰلِكَ لَشَهِيدٌ ٧

او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى (۷)

وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ ٨

او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى (۸)

أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ ٩

ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟ (۹)

وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ ١٠

او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي (۱۰)

إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَخَبِيرٌ ١١

بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى۔ (۱۱)