سورة الماعون (کوچني نېک عملونه)

سورة الماعون د قرآنکریم ۱۰۷ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۷ آیتونه لري. دا سوره د کوچنیو نېک عملونو، په ځانګړې توګه د غریبو خلکو سره د مرستې پر اهمیت ټینګار کوي او هغو کسانو ته خبرداری ورکوي چې دغه عملونه بې پروا کوي.

ترجمه: سوره الماعون (ضروري شیان) سُورَة الماعون

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ ١

ایا تا هغه كس لیدلى چې د بدلي ورځ (قیامت) دروغ ګڼي (۱)

فَذَٰلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ ٢

نو همدغه هغه كس دى چې یتیم ته دیكې وركوي (۲)

وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ الْمِسْكِينِ ٣

او مسكین ته په طعام وركولو ترغیب نه وركوي (۳)

فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ ٤

نو هلاكت دى لمونځ كوونكو لره (۴)

الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ ٥

هغه كسان چې دوى له خپلو لمونځونو نه غافله (او اعراض كوونكي) وي (۵)

الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ ٦

هغه كسان چې دوى ریاكاري كوي (۶)

وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ ٧

او دوى ماعون (د استعمال عام څیزونه هم له یو بل نه) منع كوي (۷)