ترجمه: سوره الفلق (سپېده) سُورَة الفلق
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ ١
(اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم (۱)
مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ ٢
د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى (۲)
وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ ٣
او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي (۳)
وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ ٤
او له شره د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي (۴)
وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ ٥
او د حسد كوونكي له شر نه كله چی دى حسد (شروع او ښكاره) كړي (۵)