سورة الشعراء (شاعران)

سورة الشعراء د قرآنکریم ۲۶ مه سوره ده، چې په مکه کې نازله شوې. دا ۲۲۷ آیتونه لري. دا سوره د څو پیغمبرانو کیسې بیانوي، د هغوی قومونه یې څنګه رد کړل، او له هغه وروسته د هغوی عذابونه. دا د الهي وحی اهمیت، د الله لارښوونو ته د پیروي اړتیا، او د کفارو پای ته اشاره کوي. دا سوره د "شاعران" نوم لري، چې د هغو خلکو د تمثیل په توګه یاد شوي چې د دین په اړه ناسمې ادعاوې کوي.

ترجمه: سوره الشعراء (شاعران) سُورَة الشعراء

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

طسم ١

طا، سين، ميم (۱)

تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ٢

دا د واضح كتاب ایتونه دي (۲)

لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ٣

ښايي چې ته د خپل ځان هلاكوونكى يې، په دې وجه چې دوى مومنان كېږي نه (۳)

إِنْ نَشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِمْ مِنَ السَّمَاءِ آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ ٤

كه مونږ وغواړو (نو) په دوى به له اسمان نه یو دلیل نازل كړو، بیا به د دوى څټونه دغه (دلیل) ته غاړه ایښودونكي شي (۴)

وَمَا يَأْتِيهِمْ مِنْ ذِكْرٍ مِنَ الرَّحْمَٰنِ مُحْدَثٍ إِلَّا كَانُوا عَنْهُ مُعْرِضِينَ ٥

او دوى ته د رحمن له جانبه څه نوى ذكر (نصیحت) نه راځي مګر دوى له هغه نه مخ ګرځوونكي دي (۵)

فَقَدْ كَذَّبُوا فَسَيَأْتِيهِمْ أَنْبَاءُ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ٦

نو تحقیق دوى تكذیب وكړ، پس دوى ته به ژر د هغه څه خبر (انجام) راشي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې (۶)

أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الْأَرْضِ كَمْ أَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ ٧

ایا دوى ځمكې ته نه ګوري، څومره ډېر مونږ په دې كې له هر قسمه عمده جوړو نه زرغون كړي دي (۷)

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ٨

بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه دي (۸)

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ٩

او بېشكه ستا رب خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى (۹)

وَإِذْ نَادَىٰ رَبُّكَ مُوسَىٰ أَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ١٠

او (یاد كړه) هغه وخت چې ستا رب موسٰى ته اواز وكړ داسې چې ته هغه قوم ته ورشه چې ظالمان دي (۱۰)

قَوْمَ فِرْعَوْنَ ۚ أَلَا يَتَّقُونَ ١١

چې د فرعون قوم دى، ایا دوى نه وېرېږي (له الله نه)! (۱۱)

قَالَ رَبِّ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُونِ ١٢

(موسٰى) وویل: اى زما ربه! بېشكه زه له دې نه وېرېږم چې دوى به زما تكذیب وكړي (۱۲)

وَيَضِيقُ صَدْرِي وَلَا يَنْطَلِقُ لِسَانِي فَأَرْسِلْ إِلَىٰ هَارُونَ ١٣

او (بل) زما سینه تنګېږي او (بل) زما ژبه نه چلېږي، نو ته هارون ته پېغام ولېږه (۱۳)

وَلَهُمْ عَلَيَّ ذَنْبٌ فَأَخَافُ أَنْ يَقْتُلُونِ ١٤

او (بل دا چې) د هغوى لپاره زما په خلاف (دعوىٰ د) ګناه ده، نو زه له دې نه وېرېږم چې دوى به ما قتل كړي (۱۴)

قَالَ كَلَّا ۖ فَاذْهَبَا بِآيَاتِنَا ۖ إِنَّا مَعَكُمْ مُسْتَمِعُونَ ١٥

(الله) وفرمایل: داسې نشي كېدى، نو تاسو دواړه زما له ښكاره معجزو سره لاړ شئ، بېشكه مونږ له تاسو سره یو، اورېدونكي یو (۱۵)

فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولَا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ ١٦

نو تاسو دواړه فرعون ته ورشئ، نو (ورته) ووایئ: بېشكه مونږ د رب العلمین استازي یو (۱۶)

أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ ١٧

په دې خبره چې ته زمونږ سره بني اسرائیل خوشې كړه (۱۷)

قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ ١٨

(فرعون) وویل: ایا مونږه په خپل كاله كې ستا پالنه نه وه كړې، په داسې حال كې چې ته بچى وې او تا په مونږ كې د خپل عمر څو كاله تېر كړي وو (۱۸)

وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِي فَعَلْتَ وَأَنْتَ مِنَ الْكَافِرِينَ ١٩

او تا خپل هغه كار كړى و چې تا كړى و، په دې حال كې چې ته له ناشكرو ځنې يې (۱۹)

قَالَ فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ ٢٠

(موسٰى) وویل: ما دغه كار په هغه وخت كې كړى و چې زه له ناپوهانو ځنې وم (۲۰)

فَفَرَرْتُ مِنْكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِي رَبِّي حُكْمًا وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُرْسَلِينَ ٢١

نو كله چې زه له تاسو ووېرېدم (نو) له تاسو نه وتښتېدم، بیا ما ته زما رب حكم (او علم) راكړ او زه يې له رسولانو څخه وګرځولم (۲۱)

وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدْتَ بَنِي إِسْرَائِيلَ ٢٢

او دغه داسې احسان دى چې ته يې په ما زباتوې (هغه) دا دى چې تا بني اسرائیل غلامان ګرځولي وو (۲۲)

قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعَالَمِينَ ٢٣

فرعون وویل: او رب العلمین څه شى دى؟ (۲۳)

قَالَ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ إِنْ كُنْتُمْ مُوقِنِينَ ٢٤

هغه وویل: رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي یئ (۲۴)

قَالَ لِمَنْ حَوْلَهُ أَلَا تَسْتَمِعُونَ ٢٥

هغه (فرعون) خپلو ګېر چاپېره خلقو ته وویل: ایا تاسو نه اورئ؟ (۲۵)

قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ ٢٦

(موسٰى) وویل: (چې رب العلمین) ستاسو رب دى او ستاسو د مخكينو پلرونو رب دى (۲۶)

قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ الَّذِي أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُونٌ ٢٧

(فرعون) وویل: بېشكه ستاسو دغه رسول چې تاسو ته رالېږل شوى دى، یقینًا لېونى دى (۲۷)

قَالَ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ ٢٨

(موسٰى) وویل: (هغه) د مشرق او مغرب رب دى او څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو له عقل نه كار اخلئ (۲۸)

قَالَ لَئِنِ اتَّخَذْتَ إِلَٰهًا غَيْرِي لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ ٢٩

(فرعون موسٰى ته) وویل: قسم دى كه تا له ما نه غیر بل معبود ونیوه (نو) زه به خامخا هرومرو تا وګرځوم له قیدیانو ځنې (۲۹)

قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَيْءٍ مُبِينٍ ٣٠

(موسٰى) وویل: ایا اګر كه زه تا ته یو څرګندوونكى شى (دلیل) راوړم (۳۰)

قَالَ فَأْتِ بِهِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ٣١

(فرعون) وویل: نو ته هغه راوړه كه ته له رښتینو څخه يې (۳۱)

فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُبِينٌ ٣٢

نو هغه (موسٰى) خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغه وه ښكاره ښامار (۳۲)

وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاءُ لِلنَّاظِرِينَ ٣٣

او خپل لاس يې راواېست، نو ناڅاپه هغه د كتونكو لپاره تك سپين و (۳۳)

قَالَ لِلْمَلَإِ حَوْلَهُ إِنَّ هَٰذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ ٣٤

فرعون خپلو چاپېره سردارانو ته وویل: بېشكه دا یقینًا ډېر پوه جادوګر دى (۳۴)

يُرِيدُ أَنْ يُخْرِجَكُمْ مِنْ أَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ ٣٥

دا غواړي چې په خپل جادو سره تاسو له خپلې ځمكې نه وباسي، نو تاسو د څه مشوره راكوئ؟ (۳۵)

قَالُوا أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَابْعَثْ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ ٣٦

هغوى وویل: ته دا او د ده ورور وروسته كړه او په ښارونو كې راټولوونكي ولېږه (۳۶)

يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِيمٍ ٣٧

چې تا ته هر ښه پوه، غټ جادوګر راولي (۳۷)

فَجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِيقَاتِ يَوْمٍ مَعْلُومٍ ٣٨

نو جادوګر د معلومې ورځې میعاد ته راجمع كړى شول (۳۸)

وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلْ أَنْتُمْ مُجْتَمِعُونَ ٣٩

او خلقو ته وویل شول چې ایا تاسو راجمع كېدونكي یئ؟ (۳۹)

لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ السَّحَرَةَ إِنْ كَانُوا هُمُ الْغَالِبِينَ ٤٠

كېدى شي چې مونږ د جادوګرو پیروي وكړو كه هم دوى غالب راتلونكي شي (۴۰)

فَلَمَّا جَاءَ السَّحَرَةُ قَالُوا لِفِرْعَوْنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ ٤١

نو كله چې جادوګر راغلل، (نو) فرعون ته يې وویل: ایا یقینًا به زمونږ لپاره واقعي اجر وي كه همدا مونږ غالبه شو؟ (۴۱)

قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ إِذًا لَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ ٤٢

ويې ويل: هو، او بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له مقربانو څخه یئ! (۴۲)

قَالَ لَهُمْ مُوسَىٰ أَلْقُوا مَا أَنْتُمْ مُلْقُونَ ٤٣

دوى ته موسٰى وویل: تاسو هغه څه وغورځوئ چې تاسو يې غورځوونكي یئ (۴۳)

فَأَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِيَّهُمْ وَقَالُوا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ إِنَّا لَنَحْنُ الْغَالِبُونَ ٤٤

نو هغوى خپلې رسۍ او امساګانې وغورځولې او ويې ويل: د فرعون په عزت سره، بېشكه مونږ، خامخا همدا مونږ غالب یو (۴۴)

فَأَلْقَىٰ مُوسَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ ٤٥

نو موسٰى خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې دوى په دروغه جوړ كړي وو (۴۵)

فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ ٤٦

نو جادوګر وغورځول شول (پړمخې)، چې سجده كوونكي وو (۴۶)

قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ٤٧

ويې ويل: مونږ په رب العلمین ایمان راوړ (۴۷)

رَبِّ مُوسَىٰ وَهَارُونَ ٤٨

چې د موسٰى او هارون رب دى (۴۸)

قَالَ آمَنْتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ فَلَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ۚ لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ ٤٩

(فرعون) وویل: تاسو په ده ایمان راوړ مخكې له دې نه چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې جادو ښودلى دى، نو یقینًا تاسو به ژر پوه شئ، خامخا هرومرو به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې، ادل بدل پرې كړم، او زه به خامخا هرومرو تاسو ټول په دار كړم (۴۹)

قَالُوا لَا ضَيْرَ ۖ إِنَّا إِلَىٰ رَبِّنَا مُنْقَلِبُونَ ٥٠

هغوى وویل: هېڅ ضرر نشته، بېشكه مونږ خپل رب ته بېرته ورتلونكي یو (۵۰)

إِنَّا نَطْمَعُ أَنْ يَغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطَايَانَا أَنْ كُنَّا أَوَّلَ الْمُؤْمِنِينَ ٥١

بېشكه مونږ دا طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښي، په دې چې مونږ (په دې حاضرینو كې) اول د ایمان راوړونكو یو (۵۱)

وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي إِنَّكُمْ مُتَّبَعُونَ ٥٢

او مونږ موسٰى ته وحي وكړه داسې چې ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه تاسو پسې به درتلل كېدى شي (۵۲)

فَأَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ ٥٣

نو فرعون په ښارونو كې راټولوونكي ولېږل (۵۳)

إِنَّ هَٰؤُلَاءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ ٥٤

(او ويې ویل) بېشكه دغه (بني اسرائیل) ډېره لږه وړه ډله ده (۵۴)

وَإِنَّهُمْ لَنَا لَغَائِظُونَ ٥٥

او بېشكه دوى مونږ لره یقینًا غصه كوونكي دي (۵۵)

وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَاذِرُونَ ٥٦

او بېشكه مونږ خامخا بيداره ډله یو (۵۶)

فَأَخْرَجْنَاهُمْ مِنْ جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ٥٧

نو مونږه دوى (فرعونیان) له باغونو او چینو نه راوښكل (۵۷)

وَكُنُوزٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ ٥٨

او له خزانو او ښو ځایونو نه (۵۸)

كَذَٰلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا بَنِي إِسْرَائِيلَ ٥٩

همداسې (مونږ وكړل) او مونږ د دغو (څیزونو) وارثان بني اسرائیل وګرځول (۵۹)

فَأَتْبَعُوهُمْ مُشْرِقِينَ ٦٠

نو (فرعونیان) د دوى پسې شول، چې د لمر ختو په وخت كې داخلېدونكي وو (۶۰)

فَلَمَّا تَرَاءَى الْجَمْعَانِ قَالَ أَصْحَابُ مُوسَىٰ إِنَّا لَمُدْرَكُونَ ٦١

نو كله چې دواړو ډلو یو بل سره ولیدل، د موسٰى ملګرو وویل: بېشكه مونږ خامخا نیول كېدونكي یو (۶۱)

قَالَ كَلَّا ۖ إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ ٦٢

(موسٰى) وویل: هیڅكله داسې نشي كېدى، بېشكه زما سره زما رب دى، هغه به ضرور زما لار ښوونه كوي (۶۲)

فَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنِ اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْبَحْرَ ۖ فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ ٦٣

نو مونږ موسٰى ته وحي وكړه چې ته په خپلې امسا سره سمندر ووهه، نو هغه څیرې شو، نو هره برخه د ډېر اوچت غر په شان شوله (۶۳)

وَأَزْلَفْنَا ثَمَّ الْآخَرِينَ ٦٤

او دغه ځاى ته مونږ هغه نور ښه رانژدې كړل (۶۴)

وَأَنْجَيْنَا مُوسَىٰ وَمَنْ مَعَهُ أَجْمَعِينَ ٦٥

اومونږ موسٰى او هغو كسانو ته چې له هغه سره وو؛ ټولو ته نجات وركړ (۶۵)

ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ ٦٦

بیا مونږ هغه نور غرق (ډوب) كړل (۶۶)

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ٦٧

بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه وو (۶۷)

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ٦٨

او بېشكه رب ستا خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى (۶۸)

وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ إِبْرَاهِيمَ ٦٩

او ته دوى ته د ابراهیم خبر (قصه) ولوله (۶۹)

إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا تَعْبُدُونَ ٧٠

كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: تاسو د څه څیز عبادت كوئ (۷۰)

قَالُوا نَعْبُدُ أَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عَاكِفِينَ ٧١

هغوى وویل: مونږ د بتانو عبادت كوو، پس همېشه به دوى ته په عبادت قايم اوسو (۷۱)

قَالَ هَلْ يَسْمَعُونَكُمْ إِذْ تَدْعُونَ ٧٢

هغه وویل: ایا دوى ستاسو اوري كله چې تاسو (دوى) بلئ؟ (۷۲)

أَوْ يَنْفَعُونَكُمْ أَوْ يَضُرُّونَ ٧٣

یا تاسو ته نفع دررسوي، یا ضرر دررسوي؟ (۷۳)

قَالُوا بَلْ وَجَدْنَا آبَاءَنَا كَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ ٧٤

هغوى وویل: بلكې مونږ خپل پلرونه موندلي دي چې همداسې به يې كول (۷۴)

قَالَ أَفَرَأَيْتُمْ مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُونَ ٧٥

هغه وویل: ایا تاسو كتلي دي (او پوه شوي يئ په) هغه چې تاسو يې عبادت كوئ (۷۵)

أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمُ الْأَقْدَمُونَ ٧٦

تاسو او ستاسو پخوا تېر شوي پلرونه (۷۶)

فَإِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِي إِلَّا رَبَّ الْعَالَمِينَ ٧٧

پس بېشكه دوى (ستاسو معبودان) زما دښمنان دي غیر له رب العلمین نه (۷۷)

الَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهْدِينِ ٧٨

هغه چې زه يې پیدا كړى یم، نو هغه زما لار ښوونه كوي (۷۸)

وَالَّذِي هُوَ يُطْعِمُنِي وَيَسْقِينِ ٧٩

او هغه چې همغه په ما خوراك كوي او په ما څښاك كوي (۷۹)

وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ ٨٠

او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي (۸۰)

وَالَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحْيِينِ ٨١

او هغه چې ما ته به مرګ راكوي، بیا به ما ژوندى كوي (۸۱)

وَالَّذِي أَطْمَعُ أَنْ يَغْفِرَ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ ٨٢

او هغه چې زه طمع لرم دا چې د قیامت په ورځ به هغه ما ته زما ګناه وبخښي (۸۲)

رَبِّ هَبْ لِي حُكْمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ ٨٣

اى زما ربه! ما ته حكم (علم وحكمت) راكړه او ما له نېكانو سره پیوست كړه (۸۳)

وَاجْعَلْ لِي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ ٨٤

او زما لپاره په وروستنو خلقو كې د صدق ژبه (نېكنامي) وګرځوه (۸۴)

وَاجْعَلْنِي مِنْ وَرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِيمِ ٨٥

او ما د نعمتونو د جنت له وارثانو ځنې وګرځوه (۸۵)

وَاغْفِرْ لِأَبِي إِنَّهُ كَانَ مِنَ الضَّالِّينَ ٨٦

او زما پلار ته بخښنه وكړه، یقینًا هغه له ګمراهانو ځنې و (۸۶)

وَلَا تُخْزِنِي يَوْمَ يُبْعَثُونَ ٨٧

او ته ما مه شرموه په هغې ورځ كې چې خلق به بیا ژوندي كولى شي (۸۷)

يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ ٨٨

په هغې ورځ چې نه به مال نفع رسوي او نه زامن (۸۸)

إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ٨٩

مګر هغه چا ته چې الله ته په ډېر سلامت زړه راغى (۸۹)

وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ ٩٠

او جنت به (په هغې ورځ كې) پرهېزګارانو ته ورنژدې كړى شي (۹۰)

وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِلْغَاوِينَ ٩١

او جهنم به ګمراهانو ته ښه ښكاره كړى شي (۹۱)

وَقِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُونَ ٩٢

او دوى ته به وویل شي: چېرته دي هغه (معبودان) چې تاسو به يې عبادت كاوه (۹۲)

مِنْ دُونِ اللَّهِ هَلْ يَنْصُرُونَكُمْ أَوْ يَنْتَصِرُونَ ٩٣

له الله نه غیر، ایا دوى ستاسو مدد كوي، یا دوى بدله اخيستى شي؟ (۹۳)

فَكُبْكِبُوا فِيهَا هُمْ وَالْغَاوُونَ ٩٤

نو دا (بتان) به په دغه (جهنم) كې نسكور وغورځول شي دوى او ګمراهان هم (۹۴)

وَجُنُودُ إِبْلِيسَ أَجْمَعُونَ ٩٥

او د ابلیس لښكرې، دوى ټول (۹۵)

قَالُوا وَهُمْ فِيهَا يَخْتَصِمُونَ ٩٦

دوى به ووايي، په داسې حال كې چې دوى به سره جګړې كوي: (۹۶)

تَاللَّهِ إِنْ كُنَّا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ٩٧

قسم په الله، یقینًا مونږه خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې وو (۹۷)

إِذْ نُسَوِّيكُمْ بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ٩٨

كله چې مونږ تاسو له رب العلمین سره برابرولئ (۹۸)

وَمَا أَضَلَّنَا إِلَّا الْمُجْرِمُونَ ٩٩

او مونږ نه وو ګمراه كړي مګر مجرمانو (بدو مشرانو) (۹۹)

فَمَا لَنَا مِنْ شَافِعِينَ ١٠٠

نو زمونږ لپاره هیڅوك شفاعت كوونكي نشته (۱۰۰)

وَلَا صَدِيقٍ حَمِيمٍ ١٠١

او نه كوم مخلص دوست (۱۰۱)

فَلَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ١٠٢

نو ارمان كه په رښتیا زمونږ لپاره یو ځل دنیا ته واپسي وى، نو چې شوي وى مونږ له مومنانو نه (۱۰۲)

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ١٠٣

بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره مومنان نه وو (۱۰۳)

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ١٠٤

او بېشكه ستا رب، خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى (۱۰۴)

كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوحٍ الْمُرْسَلِينَ ١٠٥

د نوح قوم د رسولانو تكذیب وكړ (۱۰۵)

إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ نُوحٌ أَلَا تَتَّقُونَ ١٠٦

كله چې دوى ته د دوى ورور نوح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! (۱۰۶)

إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ١٠٧

بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم (۱۰۷)

فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ١٠٨

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ (۱۰۸)

وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ الْعَالَمِينَ ١٠٩

او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، نه دى اجر زما مګر په رب العلمین باندې (۱۰۹)

فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ١١٠

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ (۱۱۰)

قَالُوا أَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْأَرْذَلُونَ ١١١

هغوى وویل: ایا مونږ په تا ایمان راوړو!، حال دا چې ستا پیروي تر ټولو رذیلو خوارو خلقو كړې ده (۱۱۱)

قَالَ وَمَا عِلْمِي بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ١١٢

(نوح) وویل: او ما ته څه علم دى په هغه څه چې دوى يې كوي (۱۱۲)

إِنْ حِسَابُهُمْ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّي ۖ لَوْ تَشْعُرُونَ ١١٣

نه دى د دوى حساب مګر زما په رب باندې، كه تاسو پوهېږئ (۱۱۳)

وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِينَ ١١٤

او زه له سره دې مومنانو لره شړونكى نه یم (۱۱۴)

إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُبِينٌ ١١٥

زه نه یم مګر ښكاره وېروونكى (۱۱۵)

قَالُوا لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ يَا نُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ ١١٦

دوى وویل: اى نوحه! قسم دى كه ته وانه وښتې (نو) خامخا هرومرو به ته له سنګسار كړى شويو ځنې شې (۱۱۶)

قَالَ رَبِّ إِنَّ قَوْمِي كَذَّبُونِ ١١٧

هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم زما تكذیب وكړ (۱۱۷)

فَافْتَحْ بَيْنِي وَبَيْنَهُمْ فَتْحًا وَنَجِّنِي وَمَنْ مَعِيَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ١١٨

نو ته زما په مینځ كې او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي (۱۱۸)

فَأَنْجَيْنَاهُ وَمَنْ مَعَهُ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ ١١٩

نو مونږ نجات وركړ هغه ته او هغه چا ته چې له ده سره په ډكه كشتۍ كې وو (۱۱۹)

ثُمَّ أَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبَاقِينَ ١٢٠

بیا مونږ له دې نه پس باقي خلق غرق (ډوب) كړل (۱۲۰)

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ١٢١

بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده۔ او د دوى زیاتره مومنان نه وو (۱۲۱)

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ١٢٢

او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى (۱۲۲)

كَذَّبَتْ عَادٌ الْمُرْسَلِينَ ١٢٣

عادیانو د رسولانو تكذیب وكړ (۱۲۳)

إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ هُودٌ أَلَا تَتَّقُونَ ١٢٤

كله چې دوى ته د دوى ورور هود وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! (۱۲۴)

إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ١٢٥

بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم (۱۲۵)

فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ١٢٦

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ (۱۲۶)

وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ الْعَالَمِينَ ١٢٧

او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زمااجر نه دى مګر په رب العلمین باندې (۱۲۷)

أَتَبْنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ آيَةً تَعْبَثُونَ ١٢٨

ایا تاسو په هر اوچت ځاى یوه نښه (لوړه ودانۍ) جوړوئ، په داسې حال كې چې عبثیات كوئ! (۱۲۸)

وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُونَ ١٢٩

او تاسو پاخه عمارتونه جوړوئ، ښايي چې تاسو به (په دنیا كې) تل اوسېږئ (۱۲۹)

وَإِذَا بَطَشْتُمْ بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ ١٣٠

او كله چې تاسو نیول كوئ (، نو) نیول كوئ، په داسې حال كې چې ظلم كوونكي يئ (۱۳۰)

فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ١٣١

نو تاسو له الله نه ووېږئ او زما اطاعت وكړئ (۱۳۱)

وَاتَّقُوا الَّذِي أَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُونَ ١٣٢

او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې ستاسو مدد يې كړى دى په هغه څه سره چې تاسو پرې پوه یئ (۱۳۲)

أَمَدَّكُمْ بِأَنْعَامٍ وَبَنِينَ ١٣٣

هغه ستاسو مدد كړى دى په څارویو او زامنو سره (۱۳۳)

وَجَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ١٣٤

او باغونو او چینو سره (۱۳۴)

إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ١٣٥

بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم (۱۳۵)

قَالُوا سَوَاءٌ عَلَيْنَا أَوَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَكُنْ مِنَ الْوَاعِظِينَ ١٣٦

هغوى وویل: مونږ ته یو شان ده، ایا كه ته نصیحت (وعظ) كوې، یا ته نه كېږې له وعظ كوونكو نه (۱۳۶)

إِنْ هَٰذَا إِلَّا خُلُقُ الْأَوَّلِينَ ١٣٧

نه دى دا ستا (وعظ كول) مګر عادت د پخوانیو خلقو (۱۳۷)

وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ١٣٨

او مونږ له سره په عذاب كې مبتلا كېدونكي نه يو (۱۳۸)

فَكَذَّبُوهُ فَأَهْلَكْنَاهُمْ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ١٣٩

نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو مونږه دوى هلاك كړل، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو (۱۳۹)

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ١٤٠

او بېشكه ستا رب خامخا همغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى (۱۴۰)

كَذَّبَتْ ثَمُودُ الْمُرْسَلِينَ ١٤١

ثمودیانو د رسولانو تكذیب وكړ (۱۴۱)

إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ صَالِحٌ أَلَا تَتَّقُونَ ١٤٢

كله چې دوى ته د دوى ورور صالح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! (۱۴۲)

إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ١٤٣

بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم (۱۴۳)

فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ١٤٤

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ (۱۴۴)

وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ الْعَالَمِينَ ١٤٥

او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې (۱۴۵)

أَتُتْرَكُونَ فِي مَا هَاهُنَا آمِنِينَ ١٤٦

ایا تاسو به په پرېښودل شئ په هغو څیزونو كې چې دلته دي، په امن (او بې غمۍ) سره (۱۴۶)

فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ١٤٧

په باغونو او چینو كې (۱۴۷)

وَزُرُوعٍ وَنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِيمٌ ١٤٨

او په فصلونو او داسې كجورو كې چې د هغو وږي (شګوفې) ډېر نرمې پستې وي (۱۴۸)

وَتَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا فَارِهِينَ ١٤٩

او تاسو په غرونو كې كورونه توږئ (كنئ)، په داسې حال كې چې ښه ماهران یئ (۱۴۹)

فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ١٥٠

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ، او زما اطاعت وكړئ (۱۵۰)

وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ ١٥١

او تاسو د اسراف كوونكو (له حد نه تېرېدونكو كافرانو) حكم مه منئ (۱۵۱)

الَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ ١٥٢

هغه چې په ځمكه كې فساد كوي او اصلاح نه كوي (۱۵۲)

قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ ١٥٣

هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو كسانو ځنې يې (۱۵۳)

مَا أَنْتَ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا فَأْتِ بِآيَةٍ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ١٥٤

ته نه يې مګر زمونږ په مثل بشر، نو ته كومه معجزه راوړه! كه ته له رښتینو ځنې يې (۱۵۴)

قَالَ هَٰذِهِ نَاقَةٌ لَهَا شِرْبٌ وَلَكُمْ شِرْبُ يَوْمٍ مَعْلُومٍ ١٥٥

او هغه وویل: دا اوښه ده، د دې لپاره د اوبو وار دى او تاسو لپاره د مقررې ورځې د اوبو وار دى (۱۵۵)

وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَظِيمٍ ١٥٦

او تاسو دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ، (ګنې) نو تاسو به د ډېرې لويې ورځې عذاب ونیسي (۱۵۶)

فَعَقَرُوهَا فَأَصْبَحُوا نَادِمِينَ ١٥٧

نو دوى د هغې پړكي پرې كړل، بیا دوى پښېمانه شول (۱۵۷)

فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ١٥٨

نو دوى عذاب ونیول، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو (۱۵۸)

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ١٥٩

او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى (۱۵۹)

كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ الْمُرْسَلِينَ ١٦٠

د لوط قوم د رسولانو تكذیب وكړ (۱۶۰)

إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ لُوطٌ أَلَا تَتَّقُونَ ١٦١

كله چې دوى ته د دوى ورور لوط وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! (۱۶۱)

إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ١٦٢

بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم (۱۶۲)

فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ١٦٣

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ (۱۶۳)

وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ الْعَالَمِينَ ١٦٤

او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې (۱۶۴)

أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ ١٦٥

ایا په مخلوقاتو كې تاسو له سړیو سره بدكاري كوئ (۱۶۵)

وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ ۚ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ ١٦٦

او تاسو پرېږدئ هغه څه چې تاسو لپاره ستاسو رب پیدا كړي دي، یعنې ستاسو ښځې، بلكې تاسو له حده تېرېدونكي خلق یئ (۱۶۶)

قَالُوا لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ يَا لُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِينَ ١٦٧

دوى وویل: قسم دى كه ته منع نه شوې اى لوطه! (نو) خامخا هرومرو به ته له اېستل شویو ځنې شې (۱۶۷)

قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُمْ مِنَ الْقَالِينَ ١٦٨

هغه وویل: بېشكه زه ستاسو له عمل سره له سخت بغض لرونكو ځنې یم (۱۶۸)

رَبِّ نَجِّنِي وَأَهْلِي مِمَّا يَعْمَلُونَ ١٦٩

اى زما ربه! ته ما ته او زما اهل ته نجات راكړې له هغو كارونو نه چې دوى يې كوي (۱۶۹)

فَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ أَجْمَعِينَ ١٧٠

نو مونږ هغه ته او د هغه اهل ټولو ته نجات وركړ (۱۷۰)

إِلَّا عَجُوزًا فِي الْغَابِرِينَ ١٧١

غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه (۱۷۱)

ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِينَ ١٧٢

بیا مونږ هغه نور هلاك كړل (۱۷۲)

وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ مَطَرًا ۖ فَسَاءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِينَ ١٧٣

او په دوى باندې مونږ باران ووراوه، عجیب (د كاڼو) باران، نو بد باران و د وېرول شویو (خلقو) (۱۷۳)

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ١٧٤

بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو (۱۷۴)

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ١٧٥

او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى (۱۷۵)

كَذَّبَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ الْمُرْسَلِينَ ١٧٦

د ونو ځنګل والاو د رسولانو تكذیب وكړ (۱۷۶)

إِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَيْبٌ أَلَا تَتَّقُونَ ١٧٧

كله چې دوى ته شعیب وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! (۱۷۷)

إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ١٧٨

بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم (۱۷۸)

فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ١٧٩

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ (۱۷۹)

وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ الْعَالَمِينَ ١٨٠

او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې (۱۸۰)

أَوْفُوا الْكَيْلَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُخْسِرِينَ ١٨١

تاسو پېمانه پوره وركوئ او تاسو له كم وركونكو څخه مه كېږئ (۱۸۱)

وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ١٨٢

او تاسو په برابرې تلې سره تول كوئ (۱۸۲)

وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ١٨٣

او تاسو خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ، او مه ګرځئ په وراني سره په ځمكه كې، په دې حال چې فساد كوونكي یئ (۱۸۳)

وَاتَّقُوا الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالْجِبِلَّةَ الْأَوَّلِينَ ١٨٤

او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې تاسو او ړومبني خلق يې پیدا كړي دي (۱۸۴)

قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ ١٨٥

هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو ځنې يې (۱۸۵)

وَمَا أَنْتَ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا وَإِنْ نَظُنُّكَ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ ١٨٦

او ته نه يې مګر زمونږ په شان بشر، او یقینًا مونږ خامخا تا له دروغ ویونكو څخه ګڼو (۱۸۶)

فَأَسْقِطْ عَلَيْنَا كِسَفًا مِنَ السَّمَاءِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ١٨٧

نو ته پر مونږ باندې له اسمانه ټوټې راوغورځوه، كه ته له رښتینو ځنې يې (۱۸۷)

قَالَ رَبِّي أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ ١٨٨

هغه وویل: زما رب ښه عالم دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ (۱۸۸)

فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ الظُّلَّةِ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ١٨٩

نو دوى د هغه تكذیب وكړ، پس دوى د سیوري د ورځې عذاب ونیول، بېشكه دغه (عذاب) د ډېرې لويې ورځې عذاب و (۱۸۹)

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ١٩٠

بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو (۱۹۰)

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ١٩١

او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى (۱۹۱)

وَإِنَّهُ لَتَنْزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ ١٩٢

او بېشكه دا (قرآن) د رب العلمین (له جانبه) نازل كړى شوى دى (۱۹۲)

نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ ١٩٣

دا جبریل امین راكوز كړى دى (۱۹۳)

عَلَىٰ قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ ١٩٤

ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې (۱۹۴)

بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِينٍ ١٩٥

په ښكاره عربي ژبه كې (۱۹۵)

وَإِنَّهُ لَفِي زُبُرِ الْأَوَّلِينَ ١٩٦

او بېشكه دا (قرآن، یعنې د ده ذكر) د ړومبنیو خلقو په كتابونو كې دى (۱۹۶)

أَوَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ آيَةً أَنْ يَعْلَمَهُ عُلَمَاءُ بَنِي إِسْرَائِيلَ ١٩٧

ایا دغه (كفارو) ته (د قرآن د حقانیت) دا لویه نښه نه ده چې د بني اسرائیلو عالمان په ده پوهېږي؟ (۱۹۷)

وَلَوْ نَزَّلْنَاهُ عَلَىٰ بَعْضِ الْأَعْجَمِينَ ١٩٨

او كه مونږ دا (قرآن) په عجمیانو كې په چا نازل كړى وى (۱۹۸)

فَقَرَأَهُ عَلَيْهِمْ مَا كَانُوا بِهِ مُؤْمِنِينَ ١٩٩

بيا هغه دا (قرآن) دوى ته لوستلى وى، دوى په ده باندې ایمان راوړونكي نه وو (۱۹۹)

كَذَٰلِكَ سَلَكْنَاهُ فِي قُلُوبِ الْمُجْرِمِينَ ٢٠٠

همداسې مونږ دا (د قرآن تكذیب) د مجرمانو په زړونو كې ننه ایستلى دى (۲۰۰)

لَا يُؤْمِنُونَ بِهِ حَتَّىٰ يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ ٢٠١

دوى په ده ایمان نه راوړي تر هغه پورې چې دوى ډېر دردوونكى عذاب وویني (۲۰۱)

فَيَأْتِيَهُمْ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ٢٠٢

نو هغه (عذاب) به په دوى ناڅاپه راشي، په داسې حال كې چې دوى نه پوهېږي (۲۰۲)

فَيَقُولُوا هَلْ نَحْنُ مُنْظَرُونَ ٢٠٣

بیا به دوى وايي: ایا مونږ ته به مهلت راكولى شي؟ (۲۰۳)

أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ ٢٠٤

ایا نو دوى زمونږ همدا عذاب ژر غواړي (۲۰۴)

أَفَرَأَيْتَ إِنْ مَتَّعْنَاهُمْ سِنِينَ ٢٠٥

نو ته ما ته خبر راكړه كه مونږ دوى ته څو كاله نفع وركړو (۲۰۵)

ثُمَّ جَاءَهُمْ مَا كَانُوا يُوعَدُونَ ٢٠٦

بیا په دوى هغه (عذاب) راشي چې دوى سره به يې وعده كولى شوه (۲۰۶)

مَا أَغْنَىٰ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يُمَتَّعُونَ ٢٠٧

(نو) د دوى به هېڅ په كار رانشي هغه څه چې دوى ته به (په هغو سره) نفع وركولى شوه (۲۰۷)

وَمَا أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ إِلَّا لَهَا مُنْذِرُونَ ٢٠٨

او مونږ هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر د هغه لپاره وېروونكي وو (۲۰۸)

ذِكْرَىٰ وَمَا كُنَّا ظَالِمِينَ ٢٠٩

د نصیحت كولو لپاره، اومونږ ظالمان نه وو (۲۰۹)

وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّيَاطِينُ ٢١٠

او دا (قرآن) شیطانانو نه دى راكوز كړى (۲۱۰)

وَمَا يَنْبَغِي لَهُمْ وَمَا يَسْتَطِيعُونَ ٢١١

او نه دا (كار) د هغوى لپاره صحیح دى او نه دوى (د دې كار) طاقت لري (۲۱۱)

إِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُولُونَ ٢١٢

بېشكه دوى (شیطانان) له اورېدلو نه خامخا منع كړى شوي (لرې كړى شوي) دي (۲۱۲)

فَلَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَٰهًا آخَرَ فَتَكُونَ مِنَ الْمُعَذَّبِينَ ٢١٣

نو ته له الله سره بل هېڅ معبود مه بله، (ګنې) نو شې به ته له عذاب وركړى شویو نه (۲۱۳)

وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ ٢١٤

او ته خپل ډېر نژدې خپلوان ووېروه (۲۱۴)

وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ٢١٥

او ته خپل وزر ښكته كړه د هغه چا لپاره چې ستا پیروي يې كړې ده، چې مومنان دي (۲۱۵)

فَإِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ إِنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تَعْمَلُونَ ٢١٦

نو كه دغو (خپلوانو) ستا نافرماني وكړه، نو ته (ورته) ووایه: بېشكه زه د هغو كارونو نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ (۲۱۶)

وَتَوَكَّلْ عَلَى الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ ٢١٧

او ته توكل وكړه په ډېر غالب، بې حده رحم كوونكي ذات باندې (۲۱۷)

الَّذِي يَرَاكَ حِينَ تَقُومُ ٢١٨

هغه چې تا ویني كله چې ته پاڅېږې (لمانځه ته) (۲۱۸)

وَتَقَلُّبَكَ فِي السَّاجِدِينَ ٢١٩

او په سجده كوونكو كې ستا اوښتل (ویني) (۲۱۹)

إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ٢٢٠

بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى (۲۲۰)

هَلْ أُنَبِّئُكُمْ عَلَىٰ مَنْ تَنَزَّلُ الشَّيَاطِينُ ٢٢١

ایا زه تاسو ته خبر دركړم چې په چا باندې شیطانان راكوزېږي؟ (۲۲۱)

تَنَزَّلُ عَلَىٰ كُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ ٢٢٢

دوى په هر ډېر دروغجن، سخت مجرم باندې راكوزېږي (۲۲۲)

يُلْقُونَ السَّمْعَ وَأَكْثَرُهُمْ كَاذِبُونَ ٢٢٣

دوى غوږ ږدي (د ملايكو خبرو ته) او د دوى زیاتره دروغجنان دي (۲۲۳)

وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ ٢٢٤

او شاعران (چې دي) د دوى پیروي ګمراه خلق كوي (۲۲۴)

أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ ٢٢٥

ایا ته نه وینې چې بېشكه دوى په هره وادۍ (ناو) كې سرګردانه ګرځي (۲۲۵)

وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ ٢٢٦

او بېشكه دوى وايي هغه څه چې دوى يې (پخپله) نه كوي (۲۲۶)

إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانْتَصَرُوا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا ۗ وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ ٢٢٧

غیر له هغو كسانو نه چې ایمان راوړي او نېك عملونه كوي او الله ډېر زیات یادوي او بدله اخلي كله چې پر دوى ظلم وكړى شي، او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى ژر به پوه شي چې د بېرته ورتلو كوم ځاى ته به دوى بېرته ورځي (۲۲۷)