سورة الصافات (صفونه جوړونکي)

سورة الصافات د قرآنکریم ۳۷ مه سوره ده، چې په مکه کې نازله شوې او ۱۸۲ آیتونه لري. دا سوره د الله د توحید، د تېر پیغمبرانو د کیسو، او د نېکانو او کافرانو د برخلیک بیانوي.

ترجمه: سوره الصافات (لیک بندي شوي) سُورَة الصافات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

وَالصَّافَّاتِ صَفًّا ١

قسم دى (د ملايكو) په صف جوړونكو ډلو باندې، صف جوړول (۱)

فَالزَّاجِرَاتِ زَجْرًا ٢

بیا (شیطانانو لره) په شړونكو (ملايكو دى) سخت شړل (۲)

فَالتَّالِيَاتِ ذِكْرًا ٣

بیا د ذكر په لوستونكو باندې (۳)

إِنَّ إِلَٰهَكُمْ لَوَاحِدٌ ٤

چې بېشكه ستاسو معبود یقینًا یو دى (۴)

رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ ٥

چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او د مشرقونو رب دى (۵)

إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ ٦

بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي (۶)

وَحِفْظًا مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ مَارِدٍ ٧

او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى (۷)

لَا يَسَّمَّعُونَ إِلَى الْمَلَإِ الْأَعْلَىٰ وَيُقْذَفُونَ مِنْ كُلِّ جَانِبٍ ٨

دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي (۸)

دُحُورًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِبٌ ٩

د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى (۹)

إِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ١٠

غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې (۱۰)

فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمْ مَنْ خَلَقْنَا ۚ إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ مِنْ طِينٍ لَازِبٍ ١١

نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي (۱۱)

بَلْ عَجِبْتَ وَيَسْخَرُونَ ١٢

بلكې ته (د دوى په انكار) تعجب كوې، په داسې حال كې چې دوى (په تا پورې) مسخرې كوي (۱۲)

وَإِذَا ذُكِّرُوا لَا يَذْكُرُونَ ١٣

او كله چې دوى ته نصیحت وكړى شي، دوى پند (نصیحت) نه اخلي (۱۳)

وَإِذَا رَأَوْا آيَةً يَسْتَسْخِرُونَ ١٤

او كله چې دوى كومه (نښه دلیل) وویني، (نو ورپورې) ډېرې مسخرې كوي (۱۴)

وَقَالُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ ١٥

او وايي چې نه دى دا (چې مونږ ولید) مګر ښكاره جادو (۱۵)

أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ ١٦

ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا بیا ژۃوندي راپاڅول كېږو؟ (۱۶)

أَوَآبَاؤُنَا الْأَوَّلُونَ ١٧

او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم؟ (۱۷)

قُلْ نَعَمْ وَأَنْتُمْ دَاخِرُونَ ١٨

ته (دوى ته) ووایه: هو! په داسې حال كې چې تاسو به ذلیل هم یئ (۱۸)

فَإِنَّمَا هِيَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ فَإِذَا هُمْ يَنْظُرُونَ ١٩

پس همدا خبره ده چې هغه (قیامت) خو یوه چغه ده، نو ناڅاپه به دوى ګوري (۱۹)

وَقَالُوا يَا وَيْلَنَا هَٰذَا يَوْمُ الدِّينِ ٢٠

او دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! دا د بدلې ورځ ده (۲۰)

هَٰذَا يَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ ٢١

دا د فیصلې ورځ ده، هغه ورځ چې تاسو به د دې تكذیب كاوه (۲۱)

احْشُرُوا الَّذِينَ ظَلَمُوا وَأَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ ٢٢

(الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه (۲۲)

مِنْ دُونِ اللَّهِ فَاهْدُوهُمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْجَحِيمِ ٢٣

له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ (۲۳)

وَقِفُوهُمْ ۖ إِنَّهُمْ مَسْئُولُونَ ٢٤

او دوى ودروئ، بېشكه له دوى نه پوښتنې كول شي (۲۴)

مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُونَ ٢٥

په تاسو څه دي چې یو له بله سره مرسته نه كوئ؟ (۲۵)

بَلْ هُمُ الْيَوْمَ مُسْتَسْلِمُونَ ٢٦

بلكې دوى نن ورځ (پخپله) تسليمېدونكي دي (۲۶)

وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ ٢٧

او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ ورواړوي، یو تربله به پوښتنې كوي (۲۷)

قَالُوا إِنَّكُمْ كُنْتُمْ تَأْتُونَنَا عَنِ الْيَمِينِ ٢٨

وبه وايي (كشران مشرانو ته) بېشكه هم تاسو وئ چې مونږ ته به په زور سره راتللئ (۲۸)

قَالُوا بَلْ لَمْ تَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ٢٩

وبه وايي (مشران په جواب كې) بلكې تاسو پخپله ایمان راوړونكي نه وئ (۲۹)

وَمَا كَانَ لَنَا عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ ۖ بَلْ كُنْتُمْ قَوْمًا طَاغِينَ ٣٠

او زمونږ لپاره پر تاسو باندې هېڅ زور (تسلط) نه و، بلكې تاسو پخپله سركښه قوم وئ (۳۰)

فَحَقَّ عَلَيْنَا قَوْلُ رَبِّنَا ۖ إِنَّا لَذَائِقُونَ ٣١

نو په مونږه باندې زمونږ د رب خبره ثابته شوه، یقینًا مونږ خامخا (عذاب لره) څكونكي یو (۳۱)

فَأَغْوَيْنَاكُمْ إِنَّا كُنَّا غَاوِينَ ٣٢

نو مونږ تاسو ګمراه كړئ، بېشكه مونږ (پخپله هم) ګمراهان وو (۳۲)

فَإِنَّهُمْ يَوْمَئِذٍ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ ٣٣

پس بېشكه دوى په دغه ورځ په عذاب كې سره شریكان دي (۳۳)

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِينَ ٣٤

بېشكه مونږ له مجرمانو سره همداسې كوو (۳۴)

إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ ٣٥

بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (، نو) دوى به تكبر كاوه (۳۵)

وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُو آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَجْنُونٍ ٣٦

او دوى وايي چې ایا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (خدایان) پرېښودونكي یو (۳۶)

بَلْ جَاءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِينَ ٣٧

(داسې نه ده) بلكې دغه (نبي) حق (دین) راوړى دى، او د رسولانو تصدیق يې كړى دى (۳۷)

إِنَّكُمْ لَذَائِقُو الْعَذَابِ الْأَلِيمِ ٣٨

بېشكه تاسو خامخا ډېر دردوونكي عذاب لره څكونكي یئ (۳۸)

وَمَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ٣٩

او تاسو ته بدله نه دركولى كېږي مګر د هغو عملونو چې تاسو به كول (۳۹)

إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ٤٠

لېكن د الله غوره كړى شوي بنده ګان (۴۰)

أُولَٰئِكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَعْلُومٌ ٤١

دغه كسان چې دي، د دوى لپاره معلومه روزي ده (۴۱)

فَوَاكِهُ ۖ وَهُمْ مُكْرَمُونَ ٤٢

چې (رنګارنګ) مېوي دي، په داسې حال كې چې دوى به عزتمن كړى شوي وي (۴۲)

فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ٤٣

د نعمتونو په باغونو كې (۴۳)

عَلَىٰ سُرُرٍ مُتَقَابِلِينَ ٤٤

(چې ناست به وي) په تختونو یو بل ته مخامخ (۴۴)

يُطَافُ عَلَيْهِمْ بِكَأْسٍ مِنْ مَعِينٍ ٤٥

په دوى به د روانو صافو شرابو جامونه ګرځولى شي (۴۵)

بَيْضَاءَ لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ ٤٦

چې تك سپین به وي، د څښونكو لپاره به خوندور وي (۴۶)

لَا فِيهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنْزَفُونَ ٤٧

نه به په هغو كې سر خوږى وي او نه به دوى د دغو (شرابو) په وجه نشه كولى شي (۴۷)

وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ ٤٨

او له دوى سره به د (خپل) نظر رامنع كوونكې غټو سترګو والا حورې وي (۴۸)

كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَكْنُونٌ ٤٩

ګویاكې دوى پټې ساتل شوې هګۍ دي (۴۹)

فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ ٥٠

نو د دغو (جنتیانو) ځینې به ځینو نورو ته مخ راوګرځوي، چې سره تپوس به كوي (۵۰)

قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ إِنِّي كَانَ لِي قَرِينٌ ٥١

په دوى كې يو ویونكى به ووايي: بېشكه زما یو دوست و (۵۱)

يَقُولُ أَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِينَ ٥٢

ویل به يې: ایا یقینًا ته خامخا له تصدیق كوونكو ځنې يې؟ (۵۲)

أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَدِينُونَ ٥٣

ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا بېشكه مونږ ته به خامخا جزا راكولى شي (۵۳)

قَالَ هَلْ أَنْتُمْ مُطَّلِعُونَ ٥٤

وبه وايي: ایا تاسو كتونكي يئ؟ (۵۴)

فَاطَّلَعَ فَرَآهُ فِي سَوَاءِ الْجَحِيمِ ٥٥

نو وبه ګوري، نو هغه به (د دوزخ) په مینځ كې وویني (۵۵)

قَالَ تَاللَّهِ إِنْ كِدْتَ لَتُرْدِينِ ٥٦

وبه وايي (كتونكى): قسم په الله! بېشكه شان دا و چې ته نژدې وې چې ما هلاك كړې (۵۶)

وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّي لَكُنْتُ مِنَ الْمُحْضَرِينَ ٥٧

او كه زما د رب نعمت نه وى (نو) خامخا زه به له حاضر كړى شویو څخه وم (۵۷)

أَفَمَا نَحْنُ بِمَيِّتِينَ ٥٨

ایا نو مونږ مړه كېدونكي نه یو (۵۸)

إِلَّا مَوْتَتَنَا الْأُولَىٰ وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ٥٩

زمونږ له ړومبي مرګ نه غیر، او مونږ په عذاب كړى شوي نه یو (۵۹)

إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ٦٠

بېشكه دا، یقینًا همدغه ډېر لوى برى دى (۶۰)

لِمِثْلِ هَٰذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ ٦١

د دغو (نعمتونو) مثل لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي (۶۱)

أَذَٰلِكَ خَيْرٌ نُزُلًا أَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّومِ ٦٢

ایا دغه د مېلمستیا په لحاظ غوره دي، یا د زقوم ونه (۶۲)

إِنَّا جَعَلْنَاهَا فِتْنَةً لِلظَّالِمِينَ ٦٣

بېشكه مونږ دغه (ونه) د ظالمانو (مشركانو) لپاره فتنه (او عذاب) ګرځولې ده (۶۳)

إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِي أَصْلِ الْجَحِيمِ ٦٤

بېشكه دغه داسې ونه ده چې د دوزخ په بېخ كې راوځي (۶۴)

طَلْعُهَا كَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ ٦٥

د دغې وږي، ګویاكې هغه د شیطانانو سرونه دي (۶۵)

فَإِنَّهُمْ لَآكِلُونَ مِنْهَا فَمَالِئُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ ٦٦

پس بېشكه دوى به خامخا له هغې نه خوړونكي وي، نو له هغې نه به د خپلو خېټو ډكوونكي وي (۶۶)

ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَيْهَا لَشَوْبًا مِنْ حَمِيمٍ ٦٧

بیا بېشكه دوى ته به د هغې له پاسه د ایشول شویو اوبو ګډون وي (۶۷)

ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَى الْجَحِيمِ ٦٨

بیا بېشكه د دوى ورتله خامخا لمبې وهونكي اور ته دي (۶۸)

إِنَّهُمْ أَلْفَوْا آبَاءَهُمْ ضَالِّينَ ٦٩

بېشكه دوى خپل پلرونه ګمراه موندلي دي (۶۹)

فَهُمْ عَلَىٰ آثَارِهِمْ يُهْرَعُونَ ٧٠

نو دوى د هغوى په قدمونو پسې په ډېرې تېزۍ سره منډې وهي (۷۰)

وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَكْثَرُ الْأَوَّلِينَ ٧١

او یقینًا یقینًا له دوى نه مخكې د ړومبنو خلقو اكثره ګمراه شوي دي (۷۱)

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا فِيهِمْ مُنْذِرِينَ ٧٢

او یقینًا یقینًا مونږ په دوى كې وېروونكي پېغمبران لېږلي وو (۷۲)

فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِينَ ٧٣

نو ته وګوره چې د وېرول شویو انجام څنګه و؟ (۷۳)

إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ٧٤

لېكن د الله غوره كړي بنډكان (له عذاب نه خلاص دي) (۷۴)

وَلَقَدْ نَادَانَا نُوحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِيبُونَ ٧٥

او یقینًا یقینًا مونږ ته نوح اواز وكړ، نو (مونږ) ښه جواب وركوونكي یو (۷۵)

وَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ ٧٦

او مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ (۷۶)

وَجَعَلْنَا ذُرِّيَّتَهُ هُمُ الْبَاقِينَ ٧٧

او مونږ د هغه اولاده، بس هم هغه باقي پاتې كېدونكې وګرځوله (۷۷)

وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ ٧٨

او مونږ په ده باندې په وروستنيو خلقو كې (مدح او ثنا) پرېښودله (۷۸)

سَلَامٌ عَلَىٰ نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ ٧٩

په عالمونو كې دې په نوح سلام وي (۷۹)

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ٨٠

بېشكه مونږ نېكانو ته همداسې بدله وركوو (۸۰)

إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ٨١

بېشكه هغه زمونږ د مومنو بنده ګانو څخه و (۸۱)

ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ ٨٢

بیا مونږ هغه نور (كافر) خلق غرق كړل (۸۲)

وَإِنَّ مِنْ شِيعَتِهِ لَإِبْرَاهِيمَ ٨٣

او بېشكه د هغه له ملګرو ځنې خامخا ابراهیم دى (۸۳)

إِذْ جَاءَ رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ٨٤

(یاد كړه) كله چې هغه خپل رب ته په ډېر روغ زړه سره راغى (۸۴)

إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَاذَا تَعْبُدُونَ ٨٥

كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: څه شى دى چې تاسو يې عبادت كوئ؟ (۸۵)

أَئِفْكًا آلِهَةً دُونَ اللَّهِ تُرِيدُونَ ٨٦

ایا تاسو د دروغو (او باطلو) لپاره له الله پرته معبودان غواړئ؟ (۸۶)

فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ٨٧

نو په رب العالمین مو ستاسو څه ګمان دى (۸۷)

فَنَظَرَ نَظْرَةً فِي النُّجُومِ ٨٨

نو په ستوریو كې نظر يې واچوه، یو نظر (۸۸)

فَقَالَ إِنِّي سَقِيمٌ ٨٩

نو ويې ويل: بېشكه زه ناجوړه یم (۸۹)

فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِينَ ٩٠

نو دوى له هغه نه وګرځېدل، په داسې حال كې چې شاكوونكي وو (۹۰)

فَرَاغَ إِلَىٰ آلِهَتِهِمْ فَقَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ ٩١

نو د دوى معبودانو (بتانو) ته پټ راغى، نو ويې ويل: ایا تاسو (دا خوراكونه) نه خورئ؟ (۹۱)

مَا لَكُمْ لَا تَنْطِقُونَ ٩٢

په تاسو څه شوي دي چې تاسو خبرې نه كوئ؟ (۹۲)

فَرَاغَ عَلَيْهِمْ ضَرْبًا بِالْيَمِينِ ٩٣

نو په مهارت سره يې په دوى باندې راباندې كړل، په داسې حال كې چې په ښي لاس سره وهونكى و (۹۳)

فَأَقْبَلُوا إِلَيْهِ يَزِفُّونَ ٩٤

نو هغوى (مشركانو) ده ته متوجه شول، چې ورپسې منډې يې وهلې (۹۴)

قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ ٩٥

ده وویل: ایا تاسو د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو يې (پخپله) تراشئ (۹۵)

وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ ٩٦

‚ حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي (۹۶)

قَالُوا ابْنُوا لَهُ بُنْيَانًا فَأَلْقُوهُ فِي الْجَحِيمِ ٩٧

دوى وویل: د ده لپاره یوه ودانۍ جوړه كړئ، بیا تاسو دا په لمبې وهونكي اور كې واچوئ (۹۷)

فَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَسْفَلِينَ ٩٨

نو دوى له ده سره د فریب اراده وكړه، نو مونږ همدوى تر ټولو زیات ذلیله كړل (۹۸)

وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّي سَيَهْدِينِ ٩٩

او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي (۹۹)

رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ ١٠٠

اى زما ربه! ته ما ته (زوى) راكړې، چې له صالحانو ځنې وي (۱۰۰)

فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ ١٠١

نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ (۱۰۱)

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَىٰ فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَىٰ ۚ قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ۖ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ ١٠٢

نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل: اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې (۱۰۲)

فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ ١٠٣

نو كله چې دواړو غاړه كېښوده او هغه يې په اړخ څملاوه (۱۰۳)

وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ ١٠٤

او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه (۱۰۴)

قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا ۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ١٠٥

یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو (۱۰۵)

إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ ١٠٦

بېشكه دا، یقینًا همدغه ښكاره ازمېښت و (۱۰۶)

وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ ١٠٧

او مونږ ده (اسماعیل) ته په ډېرې لويې ذبیحې سره خلاصى وركړو (۱۰۷)

وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ ١٠٨

او مونږ باقي پرېښود په ده باندې وروستنیو خلقو كې (۱۰۸)

سَلَامٌ عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ ١٠٩

دا چې سلام دې وي په ابراهیم (۱۰۹)

كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ١١٠

نېكانو ته مونږ همداسې بدله وركوو (۱۱۰)

إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ١١١

بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى (۱۱۱)

وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِنَ الصَّالِحِينَ ١١٢

او مونږ ده ته د اسحاق زېرى وركړ، په داسې حال كې چې نبي و، له صالحانو نه (۱۱۲)

وَبَارَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَىٰ إِسْحَاقَ ۚ وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِنَفْسِهِ مُبِينٌ ١١٣

او بركت اچولى و مونږ په ده (اسمٰعیل) باندې او په اسحاق باندې، او د دې دواړو په اولاد كې څوك نېكې كوونكى دى او څوك په خپل ځان باندې ښكاره ظلم كوونكى دى (۱۱۳)

وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَارُونَ ١١٤

او یقینًا یقینًا مونږ په موسٰى او هارون احسان وكړ (۱۱۴)

وَنَجَّيْنَاهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ ١١٥

او مونږ دغو دواړو ته او د دغو دواړو قوم ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ (۱۱۵)

وَنَصَرْنَاهُمْ فَكَانُوا هُمُ الْغَالِبِينَ ١١٦

او مونږ د دوى مدد وكړ، نو همدوى غالبه شول (۱۱۶)

وَآتَيْنَاهُمَا الْكِتَابَ الْمُسْتَبِينَ ١١٧

او مونږ دغو دواړو ته ډېر واضحه كتاب وركړى و (۱۱۷)

وَهَدَيْنَاهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ١١٨

او مونږ دغو دواړو ته نېغه لاره ښودلې وه (۱۱۸)

وَتَرَكْنَا عَلَيْهِمَا فِي الْآخِرِينَ ١١٩

او مونږ په دواړو باندې په وروستنیو خلقو كې باقي پرېښوده (۱۱۹)

سَلَامٌ عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَارُونَ ١٢٠

دا چې سلام دي وي په موسي او هارون (۱۲۰)

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ١٢١

بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو (۱۲۱)

إِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ١٢٢

بېشكه دغه دواړه زمونږ د مومنو بنده ګانو ځنې دي (۱۲۲)

وَإِنَّ إِلْيَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ١٢٣

او بېشكه الیاس خامخا له رسولانو ځنې دى (۱۲۳)

إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَلَا تَتَّقُونَ ١٢٤

(یاد كړه)، هغه وخت چې ده خپل قوم ته وویل: ولې تاسو نه وېرېږئ! (۱۲۴)

أَتَدْعُونَ بَعْلًا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخَالِقِينَ ١٢٥

ایا تاسو بعل (بت) بولئ او تر ټولو ښه پیدا كوونكى ذات پرېږدئ (۱۲۵)

اللَّهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ ١٢٦

چې الله دى، چې ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنو پلرونو رب دى (۱۲۶)

فَكَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ ١٢٧

نو هغوى د ده تكذیب وكړ، نو بېشكه هغوى به خامخا حاضرولى شي (۱۲۷)

إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ١٢٨

د الله له خالص كړى شویو بنده ګانو نه غیر (چې دوى د هغه تكذیب ونه كړ) (۱۲۸)

وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ ١٢٩

او باقي پرېښود مونږ په ده باندې په وروستنیو خلقو كې (۱۲۹)

سَلَامٌ عَلَىٰ إِلْ يَاسِينَ ١٣٠

چې په الیاسین دې سلام وي (۱۳۰)

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ١٣١

بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسي بدله وركوو (۱۳۱)

إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ١٣٢

بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى (۱۳۲)

وَإِنَّ لُوطًا لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ١٣٣

او بېشكه لوط له رسولانو ځنې دى (۱۳۳)

إِذْ نَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ أَجْمَعِينَ ١٣٤

(یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ده ته او د ده كورنۍ ته، ټولو ته نجات وركړ (۱۳۴)

إِلَّا عَجُوزًا فِي الْغَابِرِينَ ١٣٥

غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه (۱۳۵)

ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِينَ ١٣٦

بیا مونږ نور (ټول) خلق هلاك كړل (۱۳۶)

وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِمْ مُصْبِحِينَ ١٣٧

او بېشكه تاسو په دوى تېرېږئ، په دې حال كې چې سبا كوونكي يئ (۱۳۷)

وَبِاللَّيْلِ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ١٣٨

او په شپه كې هم، ایا نو تاسو عقل نه كاروئ (۱۳۸)

وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ١٣٩

او بېشكه یونس خامخا له رسولانو ځنې دى (۱۳۹)

إِذْ أَبَقَ إِلَى الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ ١٤٠

(یاد كړه) هغه وخت چې هغه ډكې كشتۍ ته وتښتېده (۱۴۰)

فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِينَ ١٤١

نو ده قرعه واچوله، نو شو (په قرعه كې) له مغلوب كړى شویو ځنې (۱۴۱)

فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌ ١٤٢

نو ښوى تېر كړ هغه لره مهي (كب)، په دې حال كې چې هغه (د خپل ځان) ملامت كوونكى و (۱۴۲)

فَلَوْلَا أَنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِينَ ١٤٣

نو كه دا خبره نه وى چې بېشكه هغه له تسبیح ویونكو څخه و (۱۴۳)

لَلَبِثَ فِي بَطْنِهِ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ ١٤٤

(نو) خامخا دا به د هغه (كب) په خېټه كې تر هغې ورځې پورې پاتې و چې دوى به بیا ژوندي راپاڅولى شي (۱۴۴)

فَنَبَذْنَاهُ بِالْعَرَاءِ وَهُوَ سَقِيمٌ ١٤٥

نو مونږ هغه په ډاګه میدان كې وغورځاوه، په دې حال كې چې ناروغ و (۱۴۵)

وَأَنْبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِنْ يَقْطِينٍ ١٤٦

او مونږ په ده باندې یو ځېلۍ داره ونه را زرغونه كړه (۱۴۶)

وَأَرْسَلْنَاهُ إِلَىٰ مِائَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ ١٤٧

او مونږ دى لېږلى و سل زرو خلقو ته بلكې دوى زیات وو (۱۴۷)

فَآمَنُوا فَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَىٰ حِينٍ ١٤٨

نو دوى ایمان راوړ، نو مونږ دوى ته تر یو وخته پورې نفع وركړه (۱۴۸)

فَاسْتَفْتِهِمْ أَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُونَ ١٤٩

نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه، ایا ستا د رب لپاره لوڼه دي او د دوى لپاره زامن دي؟ (۱۴۹)

أَمْ خَلَقْنَا الْمَلَائِكَةَ إِنَاثًا وَهُمْ شَاهِدُونَ ١٥٠

یا كه مونږ ملايك ښځې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې دوى حاضر وو (۱۵۰)

أَلَا إِنَّهُمْ مِنْ إِفْكِهِمْ لَيَقُولُونَ ١٥١

خبردار! بېشكه دوى له خپلو بدترو دروغو څخه خامخا (داسې) وايي (۱۵۱)

وَلَدَ اللَّهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ١٥٢

الله اولاد زېږولى دى. او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي (۱۵۲)

أَصْطَفَى الْبَنَاتِ عَلَى الْبَنِينَ ١٥٣

ایا هغه (الله د ځان لپاره) لوڼه غوره كړي دي په زامنو باندې (۱۵۳)

مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ١٥٤

په تاسو څه شوي دي، څرنګه تاسو (دا) فیصله (او حكم) كوئ؟ (۱۵۴)

أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ١٥٥

ایا تاسو نصیحت نه اخلئ (۱۵۵)

أَمْ لَكُمْ سُلْطَانٌ مُبِينٌ ١٥٦

ایا تاسو لپاره څه واضحه دلیل شته؟ (۱۵۶)

فَأْتُوا بِكِتَابِكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ١٥٧

نو تاسو خپل كتاب راوړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ (۱۵۷)

وَجَعَلُوا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا ۚ وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ ١٥٨

او دوى د هغه (الله) په مینځ كې او د پېریانو په مینځ كې نسب (د خپلوۍ نسبت) مقرر كړ، او يقینًا یقینًا پېریان په دې پوه شوي دي چې بېشكه دوى به خامخا حاضر كړى شي (۱۵۸)

سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ ١٥٩

الله لپاره پاكي ده له هغو (خبرو) نه چې دوى يې وايي (۱۵۹)

إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ١٦٠

لېكن د الله خالص (غوره) كړى شوي بنده ګان (له دغو خبرو نه بچ دي) (۱۶۰)

فَإِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ ١٦١

پس بېشكه تاسو او هغه چې تاسو يې عبادت كوئ (۱۶۱)

مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ بِفَاتِنِينَ ١٦٢

نه یئ تاسو په دې (بت پرستۍ) سره ګمراه كوونكي (په فتنه كې اچوونكي د هیچا) (۱۶۲)

إِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِيمِ ١٦٣

غیر له هغه چا نه چې هغه په دوزخ كې ننوتونكى دى (۱۶۳)

وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَعْلُومٌ ١٦٤

او په مونږ كې هیڅوك نشته مګر د هغه لپاره معلوم ځاى دى (۱۶۴)

وَإِنَّا لَنَحْنُ الصَّافُّونَ ١٦٥

او بېشكه خامخا مونږ صف تړونكي یو (۱۶۵)

وَإِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُونَ ١٦٦

او بېشكه مونږ خامخا تسبیح ویونكي یو (۱۶۶)

وَإِنْ كَانُوا لَيَقُولُونَ ١٦٧

او بېشكه چې خامخا دوى به ویل (۱۶۷)

لَوْ أَنَّ عِنْدَنَا ذِكْرًا مِنَ الْأَوَّلِينَ ١٦٨

كه چېرې مونږ سره د پخوانیو خلقو (له كتابونو) نه كوم ذكر (كتاب) وى (۱۶۸)

لَكُنَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ١٦٩

(نو) خامخا مونږ به د الله خالص (او غوره) كړى شوي بنده ګان وو (۱۶۹)

فَكَفَرُوا بِهِ ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ١٧٠

نو دوى په دغه (قرآن) سره كافر شول، نو ژر ده چې دوى به پوه شي (۱۷۰)

وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ ١٧١

او یقینًا یقینًا زمونږ خبره زمونږ د لېږل شویو (رسولانو) بنده ګانو لپاره صادر شوې ده (۱۷۱)

إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ ١٧٢

چې بېشكه دوى، خامخا هم دوى مدد كړى شوي دي (۱۷۲)

وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ ١٧٣

او بېشكه زمونږ لښكر، خامخا هم دوى غالب راتلونكي دي (۱۷۳)

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍ ١٧٤

نو ته له دوى نه مخ وګرځوه، تر یو وخته پورې (۱۷۴)

وَأَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ ١٧٥

او دوى ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به (خپل انجام) وویني (۱۷۵)

أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ ١٧٦

ایا نو دوى زمونږ د عذاب تلوار كوي (۱۷۶)

فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَاءَ صَبَاحُ الْمُنْذَرِينَ ١٧٧

نو كله چې هغه د دوى په مېدان كې نازل شي، نو د وېرول شویو سبا به بد وي (۱۷۷)

وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍ ١٧٨

او ته له دوى نه مخ وګرځوه تر یو وخته پورې (۱۷۸)

وَأَبْصِرْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ ١٧٩

او ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به وویني (۱۷۹)

سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ ١٨٠

ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي (۱۸۰)

وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ ١٨١

او سلام دې وي په رسولانو باندې (۱۸۱)

وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ١٨٢

او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى (۱۸۲)