سورة قریش (قریش قبیله)

سورة قریش د قرآنکریم ۱۰۶ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۴ آیتونه لري. دا سوره د قریش قبیلې د کامیابۍ او الله د نعمتونو یادونه کوي او خلکو ته یادونه کوي چې شکرګزاري وکړي او الله ته عبادت وکړي.

ترجمه: سوره قريش (قریش) سُورَة قريش

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ ١

د قریشو له یو بل سره د الفت له وجې نه (۱)

إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ ٢

د ژمي او اوړي په سفر كې د دوى د الفت په وجه (۲)

فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَٰذَا الْبَيْتِ ٣

نو لازم دي چې دوى د دې كور د رب عبادت وكړي (۳)

الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ ٤

هغه (رب) چې دوى ته يې له لوږې نه (د بچ كولو لپاره) طعام وركړى دى او دوى ته يې له وېرې نه (د ساتلو لپاره) امن (او بې خوفي) وركړې ده (۴)