ترجمه: سوره الهمزة (غیبت کوونکی) سُورَة الهمزة
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ ١
هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره (۱)
الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ ٢
هغه چې مال يې جمع كړى دى او دغه يې بیا بیا شمېرلى (او ذخیره كړى) دى (۲)
يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ ٣
دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟ (۳)
كَلَّا ۖ لَيُنْبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ ٤
داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي (۴)
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ ٥
او ته څه شي پوه كړې چې حطمه څه شى دى؟ (۵)
نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ ٦
د الله هغه بل كړى شوى اور دى (۶)
الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ ٧
هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب كېږي) (۷)
إِنَّهَا عَلَيْهِمْ مُؤْصَدَةٌ ٨
بېشكه دغه (اور) به په دوى باندې (له هره جانبه) رابند كړى شوى وي (۸)
فِي عَمَدٍ مُمَدَّدَةٍ ٩
په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې (۹)