سورة البینه (واضحه دلیل)

سورة البینه د قرآنکریم ۹۸ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۸ آیتونه لري. دا سوره د پیغمبر محمد (صلى الله عليه وسلم) د واضح دلیل په توګه ټینګار کوي او خلکو ته د حقیقت منلو او د الله د لارښودۍ په پېژندلو باندې بلنه ورکوي.

ترجمه: سوره البينة (روښانه دلیل) سُورَة البينة

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

لَمْ يَكُنِ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ مُنْفَكِّينَ حَتَّىٰ تَأْتِيَهُمُ الْبَيِّنَةُ ١

هغه كسان چې كافران شوي دي، چې كتابیان او مشركان دي، جدا كېدونكي نه وو تر دې چې دوى ته ښكاره دلیل راشي (۱)

رَسُولٌ مِنَ اللَّهِ يَتْلُو صُحُفًا مُطَهَّرَةً ٢

چې د الله له جانبه رسول دى، چې (دوى ته) ډېرې پاكې صحیفې لولي (۲)

فِيهَا كُتُبٌ قَيِّمَةٌ ٣

په دغو (صحیفو) كې ډېر سم (او درست) حكمونه (او فریضې) دي (۳)

وَمَا تَفَرَّقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَةُ ٤

او اهل كتاب په خپل مینځ كې سره جدا (او مختلف) شوي نه وو مګر وروسته له دې چې دوى ته ښكاره دلیل راغى (۴)

وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَذَٰلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ ٥

حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكاۃت دې وركوي اوهم دغه ډېر محكم دین دى (۵)

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ أُولَٰئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ ٦

بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، چې اهل كتاب او مشركان دي، (دوى به) د دوزخ په اور كې وي، چې په ده كې به تل ترتله وي. هم دغه كسان د خلقو بدترین دي (۶)

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَٰئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ ٧

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي همدغه كسان د خلقو بهترین دي (۷)

جَزَاؤُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَشِيَ رَبَّهُ ٨

د خپل رب په نیز د دوى بدله د تل اوسېدنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په دغو كې تل ترتله همېشه وي، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي، دغه (وعده) د هغه چا لپاره ده چې له خپل رب نه وېرېږي (۸)