ترجمه: سوره الكوثر (ډېره خیر) سُورَة الكوثر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ ١
بېشكه مونږ تا ته كوثر دركړى دى (۱)
فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ٢
نو ته د خپل رب لپاره لمونځ كوه او قرباني كوه (۲)
إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ ٣
بېشكه ستا دښمن هم هغه بې بنیاده (او لاولده) دى (۳)