سورة الغاشیه (پرمختګ)

سورة الغاشیه د قرآنکریم ۸۸ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۲۶ آیتونه لري. دا سوره د قیامت د ورځې د منظرې، د مؤمنانو انعامونه او د کافرو سزاګانې بیانوي.

ترجمه: سوره الغاشية (پټ کوونکې) سُورَة الغاشية

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ ١

ایا تا ته (يعنې خلقو لره) د پټوونكي (قیامت) خبر راغلى دى؟ (۱)

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ ٢

څه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي (۲)

عَامِلَةٌ نَاصِبَةٌ ٣

سخت كار كوونكي، ستړي كېدونكي به وي (۳)

تَصْلَىٰ نَارًا حَامِيَةً ٤

ډېر ګرم اور ته به ننوځي (۴)

تُسْقَىٰ مِنْ عَيْنٍ آنِيَةٍ ٥

په دوى به له ډېرې ګرمې چېنې نه اوبه څښولى شي (۵)

لَيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِنْ ضَرِيعٍ ٦

د دوى لپاره به طعام نه وي مګر له اغزنې ترخې ونې نه (۶)

لَا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِنْ جُوعٍ ٧

چې نه څربول كوي او نه هېڅ لوږه لرې كوي (۷)

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَاعِمَةٌ ٨

څه مخونه به په دغې ورځ كې تروتازه وي (۸)

لِسَعْيِهَا رَاضِيَةٌ ٩

په خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي (۹)

فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ١٠

په اوچت جنت كې به وي (۱۰)

لَا تَسْمَعُ فِيهَا لَاغِيَةً ١١

دوى به په دغه (جنت) كې هېڅ بېكاره خبره نه اوري (۱۱)

فِيهَا عَيْنٌ جَارِيَةٌ ١٢

په دغه (جنت) كې روانه چینه ده (۱۲)

فِيهَا سُرُرٌ مَرْفُوعَةٌ ١٣

په دغه (جنت) كې اوچت تختونه دي (۱۳)

وَأَكْوَابٌ مَوْضُوعَةٌ ١٤

او (په اندازې سره) ایښودل شوي جامونه دي (۱۴)

وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ ١٥

او په قطار كې ایښودل شوي بالښتونه دي (۱۵)

وَزَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ ١٦

او غوړول شوي اعلی فرشونه دي (۱۶)

أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ ١٧

ایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟ (۱۷)

وَإِلَى السَّمَاءِ كَيْفَ رُفِعَتْ ١٨

او اسمان ته چې دى څنګه اوچت كړى شوى دى؟ (۱۸)

وَإِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ ١٩

او غرونو ته چې دوى څنګه ودرول شوي دي؟ (۱۹)

وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ ٢٠

او ځمكې ته چې څنګه غوړول شوې ده؟ (۲۰)

فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ ٢١

نو ته پند وركړه، بېشكه ته خو يواځې پند وركوونكى يې (۲۱)

لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ ٢٢

ته په دوى باندې مسلط كړى شوى نه يې (۲۲)

إِلَّا مَنْ تَوَلَّىٰ وَكَفَرَ ٢٣

مګر هغه څوك چې (له ایمانه) وګرځي او كافر شي (۲۳)

فَيُعَذِّبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ ٢٤

نو الله به ده ته عذاب وركړي تر ټولو لوى عذاب (۲۴)

إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُمْ ٢٥

بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى (۲۵)

ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُمْ ٢٦

بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى (۲۶)