سورة الاخلاص (خالص)

سورة الاخلاص د قرآنکریم ۱۱۲ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۴ آیتونه لري. دا سوره د الله د یکتایۍ پر اهمیت ټینګار کوي او د هر ډول شرک څخه انکار کوي.

ترجمه: سوره الإخلاص (خلوص) سُورَة الإخلاص

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ١

(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى (۱)

اللَّهُ الصَّمَدُ ٢

هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى (۲)

لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ٣

نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى (۳)

وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ ٤

او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته (۴)