سورة الانفطار (شکیدن)

سورة الانفطار د قرآنکریم ۸۲ مه سوره ده، چې په مکه کې نازله شوې او ۱۹ آیتونه لري. دا سوره د قیامت د ورځې حالت، د آسمانونو د ړنګیدو او د انسانانو د کړنو پر اساس د قضاوت کولو په اړه ده.

ترجمه: سوره الإنفطار (چاودنه) سُورَة الإنفطار

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

إِذَا السَّمَاءُ انْفَطَرَتْ ١

كله چې اسمان وچوي (۱)

وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انْتَثَرَتْ ٢

او كله چې ستوري ګډوډ شي (او) راولوېږي (۲)

وَإِذَا الْبِحَارُ فُجِّرَتْ ٣

او كله چې دریابونه یو ځاى روان كړى شي (۳)

وَإِذَا الْقُبُورُ بُعْثِرَتْ ٤

او كله چې قبرونه لاندې باندې كړى شي (۴)

عَلِمَتْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ وَأَخَّرَتْ ٥

هر نفس به په هغه څه پوه شي چې ده وړاندې لېږلي دي او وروسته يې پرېښې دي (۵)

يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ ٦

اى (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې (۶)

الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ ٧

هغه چې ته يې پیدا كړې، نو ته يې ښه برابر كړې (۷)

فِي أَيِّ صُورَةٍ مَا شَاءَ رَكَّبَكَ ٨

په هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې (۸)

كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُونَ بِالدِّينِ ٩

داسې بېخي نه ده، بلكې تاسو د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼئ (۹)

وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ ١٠

په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي (۱۰)

كِرَامًا كَاتِبِينَ ١١

چې عزتمن لیكونكي دي (۱۱)

يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ ١٢

دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ (۱۲)

إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ ١٣

بېشكه نېكان (مومنان) به خامخا په نعمتونو كې وي (۱۳)

وَإِنَّ الْفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٍ ١٤

او بېشكه چې بدكاران (كافران) به خامخا په جهنم كې وي (۱۴)

يَصْلَوْنَهَا يَوْمَ الدِّينِ ١٥

دوى به ده ته د بدلې په ورځ ننوځي (۱۵)

وَمَا هُمْ عَنْهَا بِغَائِبِينَ ١٦

او دوى به له دغه (دوزخ) نه له سره پټېدونكي نه وي (۱۶)

وَمَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ ١٧

او ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ (قیامت) څه شى دى؟ (۱۷)

ثُمَّ مَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ ١٨

بیا ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ څه شى دى (۱۸)

يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِنَفْسٍ شَيْئًا ۖ وَالْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِلَّهِ ١٩

(یاده كړه) هغه ورځ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس لپاره د هېڅ شي اختیار ونه لري۔ او په دغې ورځ كې به امر (حكم) خاص الله لره وي (۱۹)