ترجمه: سوره القارعة (زوروره چیغه) سُورَة القارعة
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
الْقَارِعَةُ ١
(د زړونو) ټكوونكى (قیامت) (۱)
مَا الْقَارِعَةُ ٢
(د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟ (۲)
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ ٣
او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟ (۳)
يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ ٤
(دى به زړونه ټكوي) په هغې ورځ كې چې خلق به د خواره كړى شویو پتنګانو په شان شي (۴)
وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ ٥
او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي (۵)
فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ ٦
نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې درنې شوې (۶)
فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ ٧
نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي (۷)
وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ ٨
او پاتې شو هغه كس چې د هغه تلې سپكې شوې (۸)
فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ ٩
نو د ده استوګنځى هاویه ده (۹)
وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ ١٠
او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟ (۱۰)
نَارٌ حَامِيَةٌ ١١
(دغه) ډېر ګرم اور دى (۱۱)